په هرات ولایت کې د ښوونځیو شوراګانو د ۳۰۰ تنو غړو لپاره ورکشاپ پرانیستل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۴:۴۸
یبسل

د هرات ولایت غوریان، پشتون زرغون، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ښوونځیو شوراګانو د ۳۰۰ تنو غړو لپاره د "عامه پوهاوي" تر سرلیک لاندې ۲ ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو.

د یادو پروګرامونو ترسره کولو اساسي موخه، د ښوونځیو شوراګانو د غړو پوهاوي کچې لوړول دي، ترڅو په ښوونځیو کې د زده کړې او روزنې کیفیت لاپسې لوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپونه د هرات پوهنې ریاست د ښوونکو مسلکي پراختیا څانګې علمي غړو په همکارۍ او د یوې همکارې تعلیمي ادارې په مالي ملاتړ سره پیل شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د تقویتي ټولګیو ښوونکو او زده‌کوونکو ته درسي مواد ووېشل شول

د لوګر ولایت پوهنې ریاست په مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو کې د ۲۰ بابه تقویتي ټولګیو ۲۰ تنو ښوونکو او ۶۰۰ تنو زده‌کوونکو ته درسي مواد توزیع کړل.
په دې درسي موادو کې د ښوونکو ته ۵ قلمه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په ۳ ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو مرکزونو د رغونې او ترمیم پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا؛ د یادې ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې سره سم، د همدغې ادارې د. . .

BACK TO NEWS