په هرات ولایت کې د سیرت النبي « صلی الله علیه وسلم » سیالي ترسره شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۲۴
351

د ځوانانو ترمنځ د اسلامي کلتور پیاوړتیا، زده‌کړې  ته د زده‌کوونکو هڅولو او د هغوی دیني پوهاوي کچې لوړولو په موخه، "د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» او راشدینو خلفاوو پر ژوند او کړنو پوهېدل" تر سرلیک لاندې یوه علمي-کلتوري سیالي د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې ترسره شوه.
په یاده علمي سیالۍ کې ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو برخه واخیسته او د پیغمبر «صلی الله علیه وسلم» او راشدینو خلفاوو په ژوندلیک پورې اړوندو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د شینډنډ ولسوالۍ پوهنې آمر په خپله وینا کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» او راشدینو خلفاوو په ژوند او کړنو د پوهېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: "د حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» او راشدینو خلفاوو د ژوندلیک، اخلاقو او چلند سره د ځوان نسل آشنایي کولای شي، هغوی د ټولنې په ګټورو، اخلاقي او خدمتګارو خلکو بدل کړي."
د یادونې وړ ده هغه کسان چې په همدغه ازموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړي، په ستاینلیکونو او ډاليو سره به وویاړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS