په نورستان ولایت کې د ۲۹ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۱:۴۳
hgk

په هغه غونډه کې چې د نورستان ولایت والي الحاج قاري زین العابدین عابد، پوهنې رئیس الحاج مولوي تاج محمد مطمئن، مسؤلینو، د یو شمېر ولایتي ادارو چارواکو، علماوو او قومي مخورو پکې حضور درلود؛ د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۲ بابه ښوونځیو د احاطوي دېوالونو رغولو او ترمیم چارې پیل شوې.

د دغه ولایت پوهنې رئیس مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د پوهنې ریاست د لاسته راوړنو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ.

ورپسې د نورستان والي هم د پوهنې په بهیر کې د ښوونیزو مرکزونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د پروګرامونو د پلي کېدلو په برخه کې یې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

په دې کتنه کې يو شمېر علماءکرامو او د خلکو استازو هم په یاد ولايت کې د ښوونيزو بنسټونو د پراختيا په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ د پاملرنې يادونه وکړه او د پوهنې له رياست سره يې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

د ویلو ده چې د یادو پروژو مالي لګښتونه د پوهنې په برخه کې د یوې مرسته کوونکې ادارې لخوا تمویلېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱
Background image

په څلورو ولایتونو کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغولو پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس د څرګندونو له مخې؛ د یاد ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې له مخې، د دې ادارې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

فاریاب ولایت کې د ۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۵ تعلیمي او اداري مرکزونو بیارغونه بشپړه شوه

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت ریاست د راپور له مخې، په روان ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۶ مېلیونه ۳۲۷ زره ۳۲۱ افغانیو په ټولیز لګښت په. . .

BACK TO NEWS