په ننگرهار ولایت کې د ښوونځيو د سمبالولو لپاره عامه مرسته

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۱۲:۲۴

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالي یو قومي مشر او معارف پاله شخصیت دیادې ولسوالۍ له یو ښوونځي سره مرسته وکړه.

د ننګرهار ولایت دولایتي شورا پخواني غړي او د خوږیاڼیو ولسوالۍ قومي مخور او معارف پاله شخصیت حاجي محمد حسن د پوهنې ریاست په هڅونه د یادې ولسوالۍ وزیرو جهادي لېسې لپاره په خپل شخصي لګښت د څلورو عصري تشنابونو د جوړولو چارې پېل کړې همدارنګه یې د همدې لېسې د څښاک د پاکو اوبو د ژورې څاه لپاره د پلاستیکي پایپ او لمریزې بریښنا هندارو او دغه راز د وزیر نسوانو لېسې سره هم لمریزې بریښنا د هندارو مرسته وکړه.

نوموړي تر دې وړاندې هم د خوږیاڼیو ولسوالۍ له یو شمیر ښونځيو سره د اړتیا وړ توکو مرسته کړې وه.

پوهنې ریاست د دغه معارف پاله شخصیت له وړ او پر ځای مرستو څخه مننه کوي او پر نورو شتمنو او معارف پاله شخصیتونو هم د ورته مرستو د ترسره کولو غږ کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS