په ننګرهار کې په کارونو بوختو ماشومانو ته د تعليم په موخه سيستم رامنځته شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۵:۴
په ننګرهار کې په کارونو بوختو ماشومانو ته د تعليم په موخه سيستم رامنځته شو

د پوهنې وزارت.، ننګرهار: د ننګرهار ولايت کار او ټولنيزو چارو، پوهنې او عامې روغتيا رياستونو، د خښتو د بټيو او کارګرو اتحاديې په همغږۍ د يوې غونډې په ترڅ کې د خښتو بټيو کې ماشومان له سختو کارونو څخه د ژغورلو او روزنې په موخه سيستم رامنځته کړ.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ وويل، چې د خښتو بټيو مالکانو سره يې خبرې کړي، ترڅو پر ماشومانو د شاقه کارونو مخنيوی وشي او د یادو ماشومانو د کورنيو غړو سره به د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته کيږي، ترڅو خپل اولادونه د کار په ځای ښوونځي ته وليږي.

هغې زياته کړه، چې يادو ماشومانو ته به د پوهنې، روغتيا او نورو بېلابېلو برخو کې هم لازم سهولتونه رامنځته شي.

همدارنګه د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري وويل، هر ماشوم تر اتلس کلنۍ پورې پر کورنۍ او ټولنه حق لري، چې د خوړو، کالیو، استوګنځي او روغتیا ترڅنګ زده کړو ته لاسرسی ولري.

پوهنې ریاست مکلف دی چې دوی ته د زده کړو فرصت برابر کړي. هغه وویل پوهنې ریاست د سره رود ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ۲۵۰ کليوالي ښوونځي جوړ کړي چې اته ښوونځي د بټیو کاریګرو ماشومانو لپاره دي، چې ګڼ شمېر نارينه او ښځينه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، چې له شپږم ټولګي وروسته لېسو ته ور وپېژندل کيږي.

د کار ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شېرزاد وويل، چې نن يې د پوهنې، عامې روغتيا، خښتو بټيو او کارګرانو اتحاديې سره په همغږۍ خښتو بټيو کې شاوخوا درې زره ماشومان چې په شاقه کارونو بوخت دي د ژغورلو او ورته د تعليم زمينې برابريدو په موخه سیستم جوړ کړ.

نوموړي وويل، چې پرېکړه وشوه، چې له پنځلس کلنو کم عمره ماشومان به نور شاقه کارونه نه کوي او د دې عمر څخه پورته کسان به د تعليم ترڅنګ وروسته له وخته ساده او اسانه کارونه مخته وړي.

پدې غونډه کې، د حج او اوقافو چارو رییس او د سرخ رود ولسوال هر یو په خپل وار خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د ماشومانو لپاره د کار د آسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS