په میدان وردګ ولایت کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۳
25

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې، د مدارسو اداري مسئولینو لپاره د ۸ قلمه اداري کتابونو له منځپانګې سره د بلدتیا او مسلکي کولو په موخه، "د ۸ قلمه اداري درسي کتابونو پېژندنې" تر سرلیک لاندې ۲ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

یاد پروګرام د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو او د پوهنې چارواکو په نوښت په مرکز کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره په لاره واچول شو.

د یادونې وړ ده چې همدغه سیمینار پخوا د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره ترسره شوی و، چې اوسمهال د مدارسو اداري چارواکو لپاره دایریږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۶
Background image

د غور ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کجي لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې معارف دوستو اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
یاده ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو اداري کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند ښوونیزو بنسټونو د ۶۰ تنو اداري کارکوونکو او مسوولینو لپاره د پلان جوړونې، راپور ورکولو، کاري پلانونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۲
Background image

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د ښوونځیو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د څلورو لېسو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ، چې د روان کال د تلې میاشتې په ۳مه نېټه د پوهنې وزارت د بدني روزنې آمریت په همکارۍ پیل شوې وې، د لړم میاشتې په. . .

BACK TO NEWS