په میدان وردګ ولایت د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور آزموینې ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۱۲
445

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د یوې لویې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، د یاد ولایت والي الحاج قاري بختیار معاذ، پوهنې شورا رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د علماوو شورا غړو او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود، د همدغه ولایت د کانکور آزموینې ۲۰ تنه ممتاز زده‌کوونکي وستایل.

چارواکو په خپلو ویناوو کې مخکښه زده‌کوونکو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د دیني او عصري علومو په زده‌کړه کې زیار وباسي او خپلې موخې هېواد او ټولنې ته په خدمت کولو متمرکزې کړي.

په پای کې د سږ کال کانکور آزموینې غوره زده‌کوونکي د چارواکو لخوا په ډالیو او ستاینلیکونو وویاړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۳۹
Background image

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست آمرینو او علمي غړو لپاره روزنیز پروګرام جوړ شو

د پنجشېر ولایت د ولسوالیو پوهنې آمرینو، علمي او مسلکي غړو لپاره "د اغېزمنې زده‌کړې او عامه پوهاوي" تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ، د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شو.

په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۱۵
Background image

په سرپل ولایت کې د ښوونځیو آمرینو او مدیرانو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار ترسره شو

د سرپل ولایت پوهنې ریاست له خوا د ښوونځیو آمرینو، مدیرانو او مسئولینو ته "د پایلو جدول نوي فارمټ" تشرېح کولو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

په یاد ورکشاپ کې د پایلو جدول د نوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور آزموینې ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د یوې لویې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، د یاد ولایت والي الحاج قاري بختیار معاذ، پوهنې. . .

BACK TO NEWS