په لوګر کې زده کوونکو ته د کولمو چنجیو د له منځه وړلو درمل ورکول کېږي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۲:۵۸
په لوګر کې زده کوونکو ته د کولمو چنجیو د له منځه وړلو درمل ورکول کېږي

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت په شته ۲۷۳ ښوونځیو کې زده کوونکو ته د کولمو چنجیو د له منځه وړلو درمل ورکولو کمپاین پیل شو.
یاد کمپاین د پوهنې وزارت په لارښوونه د یونیسف موسسې په مالي مرسته پیل شو،چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.
په دې کمپاین کې به له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې د ۳۸ زره نجونو په ګډون شاوخوا ۱۳۵ زره زده کوونکو ته د کولمو چنجیو د له منځه وړلو یوه یوه ګولۍ ورکړل شي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یاد کمپاین د پیل پر مهال د ټولو ښوونځیو آمرانو ، سر ښوونکو او ښوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د یادو درملو په تړاو زده کوونکو ته بشپړ معلومات ورکړي.
د پوهنې رئیس د زده کوونکو له کورنیو غوښتنه وکړه، چې د یاد کمپاین د تطبیق په برخه کې له ښوونځیو سره پوره همکاري وکړي.
ډاګټران وایي، چې د کولمو چنجیو د له منځه وړلو یا البنداذول داسې درمل دي، چې د کولمو چنجي له منځه وړي او کوم جانبي عوارض نه لري.
هغوی زیاتوي، چې د کولمو چینجي په ماشومانو کې د وینې د کمۍ سبب ګرځي او ډېرې نورې ناروغۍ هم پیدا کوي.
د یادونې وړده، چې د لوګر په ښوونځیو کې زده کوونکو ته په تېرو کلونو کې هم ورته درمل ورکړل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS