په لوګر کې د یوې دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت مرکز پلعلم اړوند سیدانو کلي حضرت زید بن ثابت رضياللهعنه دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یادې ودانۍ مالي لګښت د پلعلم ښار د اوسېدونکي قاري مظهرالدین صدیقي له لوري ورکول کېږي، چې ۵ درسي ټولګي او یوه اداري خونه به ولري.
