په لوګر ولایت کې د ۴۹ بابه ښوونځیو بیارغونه پیل شوه

د لوګر ولایت په مرکز او محمد اغه، خوښۍ، بره کي برک او خروار ولسوالیو کې د ۴۹بابه ښوونځیو بیارغونه په رسمي ډول د پوهنې چارواکو او عامو خلکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه.
د یادو ښوونځیو بیارغونه د پوهنې وزارت سره د همکارې ادارې په مالي مرسته پیل شوې، چې شاوخوا ۳۶.۱۹ مېلیونه افغانۍ لګښت لري او تمه کېږي چې په څلورو میاشتو کې به بشپړه شي.
په دې پروژه کې د ۴۹ بابه ښوونځیو د ودانیو او د هغوی د ټولو ملحقاتو اساسي بیارغونه او ترمیم، د درسي خونو جوړول، احاطوي دېوالونو رغونه، د لاس مینځلو ساحې، د لمریزې برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونو فعالول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې د شاوخوا ۳۰ زره تنه زدهکوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شو.
د یادونې وړ ده چې د یو بل ښوونځي لپاره هم اداري تجهیزات او د درسي مېزونو- څوکیو چمتو کول په پلان کې نیول شوي دي.