په لوګر ولایت کې د یوې مدرسې د نوې ودانۍ او جومات جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند سمیع لنګر دیني مدرسې د نوې ودانۍ او یوه محراب جومات جوړولو چارې د پوهنې سیمهییزو مسوولینو په حضور کې پیل شوې.
یاده ودانۍ به په دوو پوړونو کې جوړه شي، چې لومړی پوړ به د درسي ټولګیو او دویم پوړ به د جومات لپاره ځانګړی وي.
د دغې ودانۍ جوړولو لګښت شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د پوهنېدوست شخصیت محترم حاجي ګل آغا له لوري تمویلېږي.
