په لغمان کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه
د لغمان ولایت پوهنې ریاست، له ۵۶ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په رڼه او عادلانه ډول واخیستل شوه او ټاکل شوې چې ګډونوال به د خپلو زدهکړو د کچې له مخې د لغمان ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له اووم تر یوولسم ټولګي پورې جذب شي.
