په لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۵:۵۰
854854

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار اړوند د «بدیع‌آباد» لېسې نوې ودانۍ، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه دوه پوړیزه ودانۍ چې ۱۲ درسي ټولګي لري او د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته جوړه شوې، شاوخوا ۳۴۲ زره ډالر لګښت پرې راغلی دی.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد، په وینا؛ په دې پروژه کې سربېره پر دې، ۵۰۰ متره احاطوي دېوال، د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې سیسټم هم شامل دی، چې په جوړېدو سره یې شاوخوا ۸۰۰ تنو زده‌کوونکو ته په غوره چاپېریال کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۷
Background image

د پوهنې وزارت د نن ورځې مهمو کړنو ته لنډه کتنه

۱- د ګرمو سیمو او ولایتونو د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت، د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او ښوونیزو مرستندویه کڅوړو وېش بهیر پیل شو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

په کابل ښار کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت اداري دفترونه ترمیم او جوړ شول

 د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند یوه ۸ خونیزه ودانۍ د ۷۸۲ زره او ۴۷۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې، چې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۴:۴۱
Background image

په پنجشېر کې د حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت سره د درسي توکو مرسته وشوه

د غوره ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د یو تن علم‌پرور شخصیت ښاغلي غلام ایشان ملک‌زاده له لوري د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې له آمریت سره د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د. . .

BACK TO NEWS