په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره شپږ جریبه ځمکه وقف او ورته نوې ودانۍ جوړېږي 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۲۷
44

د لغمان ولایت د بادپخ ولسوالۍ بره‌قلعه دیني مدرسې لپاره د سیمه ييزو خلکو له لوري شپږ جریبه ځمکه وقف شوې ده.
د يادې ځمکې ارزښت شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی او ټاکل شوې، چې د خلکو په مرسته د دغې مدرسې لپاره د څلورو درسي خونو یوه ودانۍ جوړه شي، چې پکې به د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه هم شامل وي.
د پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو څلورو درسي خونو، احاطوي دېوال او د اوبو د یو حلقه څاه کيندلو لګښت هم شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه د لغمان ولایت د معارف پالو خلکو له دوامداره ملاتړ څخه مننه څرګنده او دغه اقدام یې د هېواد د تعلیمي نظام پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۱۶
Background image

په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې جوړولو لپاره له ۲ جریبو څخه زیاته ځمکه وقف شوه

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د ویس قرني په نوم دیني مدرسې جوړولو لپاره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۲ جریبه او ۶۳۲ متره مربع ځمکه وقف شوې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه د غزني ولایت د خلکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۱۴
Background image

په بامیان ولایت کې د بېرته راستنو شویو ۲۵۳ تنو کډوالو ماشومانو تعلیمي سویه وارزول شوه

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د بېرته راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې رئیس، محترم قاري عنایت‌الله سهار، د بېرته راستنو شویو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۱۲
Background image

په لغمان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو لپاره د ځمکو وقف لړۍ دوام لري

د لغمان ولایت د فراشغان ولسوالۍ علم‌دوستو اوسېدونکو د خپلې سیمې د یوې دیني مدرسې لپاره ۹ بسوې ځمکه او د یوه ښوونځي لپاره ۶ بسوې ځمکه، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا یو نیم میلیون افغانۍ دى،. . .

BACK TO NEWS