په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې
د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډيمیل» سیمه کې د تحسینالقرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغه ودانۍ کې به ۱۳ درسي ټولګي، کتابتون، یو محراب جومات او نور اړین ملحقات هم جوړ شي.
