په فراه کې د نیمه لوړو زده کړو د شمولیت په موخه د دولسم ټولګې ښځینه فارغانو څخه آز موینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۱۲:۳۳
اخذ امتحان شمولیت دختران در مراکز تحصیلی نیمه عالی در ولایت فراه

د پوهنې وزارت، فراه: د فراه ولایت اړوند د پنځو ولسوالیو د دولسم ټولګیو ښځینه زده کوونکو فارغانوڅخه دنیمه لوړه زده کړو د شمولیت په موخه ډلیږه آزموینه واخیستل شوه.

یاده آزموینه د فراه ولایت د پوهنې ریاست په همکاری او د یونیسف موسسي په مالي مرسته په لاره اچول شوي، چې د فراه ولایت اړوند د پنځو ولسوالیو ( شیب کوه، پشت کوه، اناردره، لاش جوین او پر چمن) د دولسمو ټولګېو ۵۰۰ تنو ښځینه فارغانو ګډون پکې کړي چې له یادې ډلې څخه په ۱۵۴ تنه هغه زده کوونکي چې لوړې نمرې تر لاسه کړې جذب شی.

د فراه د پوهنې رییس وحیدالله شیراني د آزموینې دپپل په مراسموکې ګډونوالو ته د بشپړ روڼتیا ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به تلف نشي.

د پوهنې رییس زیاته کړه، چې بریالي شوي زده کوونکو ته د یونیسف مؤسسی په مالي ملاتړ د ګیټ برنامې څخه د میاشتې ۶۰ امریکایی ډالر تشویقی معاش هم په نظر کې نیول شوي.

د پوهنې رییس یاده برنامه دفراه ولایت د خلکو او پوهنې په برخه کې لویه لاسته راوړنه وبلله او د یونیسف موسسي څخه یې د مننې ترڅنګ د لازیاتو همکاریو ِغوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS