په فاریاب ولایت کې له راستنېدونکو زدهکوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت د پالیسۍ پر بنسټ، د فاریاب ولایت پوهنې ریاست له ۳۵ تنو راستنېدونکو کډوالو زدهکوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه چې د ولایتي پوهنې ریاست د ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې ترسره شوه، موخه یې د زدهکوونکو د تعلیمي کچې ارزونه ده.
د ګډونوالو د تعلیمي کچې له تایید وروسته به هغوی د تعلیمي مرکزونو له اووم تر دولسم ټولګي پورې د زدهکړې دوام لپاره شامل شي.
د یادونې وړ ده چې د روان تعلیمي کال له پیل راهیسې، په فاریاب ولایت کې د راستنېدونکو ماشومانو شمېر ۲۹۳ تنه ښودل شوی، چې د سویې د تثبیت تر ازموینې و وروسته، هغوی له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د خپلې سویې سره سم ښوونځیو ته ورپېژندل شوی دي.
