په فاریاب ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکو او اداري مسوولینو لپاره علمي ناسته جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۲:۵
12

 د فاریاب ولایت مرکز او پښتونکوت ولسوالۍ د ښوونځيو ښوونکو او اداري مسوولینو د مسلکي او اداري وړتیاوو لوړولو په موخه، د اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج تر سرلیک لاندې علمي ناسته په جلا جلا ډول جوړه شوه.
په یاده ناسته کې له مرکز او ولسوالۍ څخه ټولټال ۴۰۰ تنو آمرینو، مدیرانو، ښوونکو او د تعلیمي شوراګانو غړو برخه اخیستې وه.
 مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل چې له وړاندې شویو علمي او مسلکي مطالبو څخه په ښه توګه ګټه واخلي او خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۸
Background image

په سرپل کې د یوه دارالحفاظ د ترمیم پروژه پیل شوه

د سرپل ولایت په مرکز کې د «شهید داملا عبدالرحمن» دارالحفاظ د ترمیم پروژه د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیونه، ۵۴۱ زره او ۳۷۵ افغانیو په لګښت پیل شوه.
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۳
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي لپاره د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند پیاروخېل لېسې لپاره د څلورو نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو د پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

په پروان کې د راستنېدونکو کډوالو له ۲۵۰ ماشومانو څخه د زده‌کړې کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پروان ولایت پوهنې ریاست د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې د تثبیت په موخه له ۲۵۰ ماشومانو څخه د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، ټاکل شوې یاد ماشومان. . .

BACK TO NEWS