په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو له چارو څارنه وشوه 

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۰:۲۳
گکونگک

د غور ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي غلام محمد کاظم او د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس محترم انجنیر میر احمد مصمم د فیروزکوه ښار اړوند سیداباد ښوونځي له رغنیزو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
پوهنې رئیس له یادې پروژې څخه د کتنې پرمهال، د کار په سرعت او کیفیت ټینګار وکړ او د قراردادي شرکت له چارواکو یې وغوښتل چې ټولې چارې د پوهنې ریاست سره په بشپړه همغږۍ او د قرارداد سره سمې پلې کړي.
په ورته وخت کې، د قراردادي شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې دوی هڅه کوي دا پروژه په خپل وخت او غوره کیفیت سره بشپړه کړي. د دوی په وینا، د دې پروژې کار تر اوسه پورې ۲۰ سلنه پرمخ تللی دی.
د یادونې وړ ده چې د فیروزکوه ښار د سید آباد ښوونځي ودانۍ په دوه پوړونو کې د ۱۲ درسي ټولګیو، اداري خونې او لابراتوار سره د یو ملګري سازمان په مالي ملاتړ سره د ۲۹۵ زره ډالرو په ټولیز لګښت په بشپړ او اساسي ډول جوړېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۲
Background image

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکي د کاري وړتياوو لوړونې له سیمیناره برخمن شول 

د بامیان ولایت پوهنې ریاست، د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د «اغېزمن تعلیمي مدیریت» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د یاد ریاست په مقام کې جوړ کړ.
په دغه سیمینار کې د پوهنې ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى سيمينار جوړ شو 

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى روزنيز سيمينار، د یاد وزارت د علمي شورا د رٸيس محترم مولوي محمداسحق حقيقي، مسٸولينو او د مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د بامیان ولایت د ښوونځیو ۶۶ تنو ښوونکو په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ 

د هغو مېتودیکي ورکشاپونو په لړۍ کې چې د ملک د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د زده‌کړو کیفیت ښه‌والي په موخه پیل شوي دي، دا ځل په بامیان ولایت کې د «اغېزمنې زده‌کړې او تدریس ترویج» تر سرليک. . .

BACK TO NEWS