په غزني ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۱۸
sefss

د غزني ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په څلورم دور ازموینه کې، له ۹۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.

په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میرنصیراحمد حسیني په خپلو خبرو کې وویل: موږ تل هڅه کوو، ترڅو هر راستنېدونکی زده‌کوونکی د وړتیا او پوهې کچې ته په پام سره تر عادلانه او منظمې ارزونې وروسته مناسبو ټولګیو ته وروپېژنو.

نوموړي څرګنده کړه چې د پوهنې وزارت او اړوندې ادارې ژمنې دي، د راستنېدونکو زده‌کوونکو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو هغوی وکولی شي پرته له ځنډ یا ستونزې څخه خپلې تعلیمي لارې ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۰:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

تېره اوونۍ، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ څارنيز ټيم، د کابل ښار د لومړۍ ښوونیزې حوزې اړوند د عاشقانو او عارفانو په ام/ارتي ښوونځي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

BACK TO NEWS