په غزني ولایت کې د ۲.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۰:۲۷
sdf

د پوهنې وزارت د پلان او پالیسۍ له مخې د هېواد ټولو سیمو ته د ښوونیزو مرکزونو د پراختیا او رغونې په موخه، دا ځل د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ اړوند د ترګان په دره کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ښوونځی د ۲.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوی، چې له اړینو ملحقاتو سره ۶ درسي ټولګي لري او مالي لګښت یې د سیمې د خلکو لخوا ورکړل شوی دی.

د پوهنې وزارت رهبري له ټولو علم پروره هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ترګان درې د خلکو له ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د پوهنې وزارت محترم سرپرست د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره د "بریډ" سیسټم د ګټو په اړه آنلاین کنفرانس دایر کړ

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسان هم حاضر وو، په یاد وزارت کې د "بریډ" سیسټم له جوړولو ستاینه وکړه او د مراجعینو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د دایکنډي ولایت د ۴ بابه ښوونځیو ۳۰ لوبډلو ترمنځ " پوهنې یووالی" تر نامه لاندې د فوټسال ټورنمنټ جوړ شو

یادې سیالۍ چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۰مه پیل شوې وې، د یاد ولایت په مرکز کې یې د سنګموم، رباط دشت، شهید مزاري او شهید صادقي لېسو د زده‌کوونکو ترمنځ په رقابتي شکل دوام وکړ.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د دایکنډي ولایت ښوونځیو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

د دایکنډي ولایت د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د خېمو، کتابونو او درسي موادو وېش لړۍ، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شوه.

په دغو کڅوړې کې لاندې مواد شامل دي:

د لومړنیو. . .

BACK TO NEWS