په غزني ولایت کې د یو شمېر ولسوالیو ښوونکو لپاره علمي سیمینار پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
564465

د پوهنې وزارت ساینس مرکز ریاست، د غزني ولایت د زنخان، واغظ، خواجه‌عمري، جغتو او خوږیاڼي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره په درېیو مرحلو کې شپږ ورځنی سیمینار پیل کړ.
د یاد سیمینار لومړۍ مرحله د پورته ذکر شویو ولسوالیو د ۶۰ تنو ښوونکو لپاره ترسره شوه او پکې د ساینس مختلفې برخې لکه ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي او چاپېریالي ساینس شامل دي.
دغه سیمینار چې د غزني ولایت پوهنې ریاست چارواکو لخوا پرانیستل شو، په پایله کې به یې د ساینسي مضمونونو ښوونکي، د نویو تدریسي مېتودونو په رڼا کې د تعلیمي او تجربوي موادو په کارولو سره علمي او عملي زده‌کړې ترلاسه کړي.
د پوهنې ریاست چارواکو په وینا، د یاد سیمینار راتلونکې پړاوونه به د مرکز او یو شمېر نورو ولسوالیو د تعلیمي مرکزونو د ۳۳۰ تنو ښوونکو لپاره پلي شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ښار پوهنی ریاست کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په ترڅ کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو په نولسم پړاو کې، له ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د خوست ولایت پوهنې ریاست د تېرو ۳ میاشتو لاسته راوړنو لنډیز

۱. د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د اسماعیل‌خېل مندوزي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ زره افغانیو په لګښت ۸ درسي ټولګي جوړ شوي دي.

۲. د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ۳۹۰ تنو ښوونکو ته د «اغېزمن تدریس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سرپل ولایت پوهنې ریاست څه د پاسه ۳۰۰ کسانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د سرپل ولایت پوهنې ریاست، د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له شاوخوا ۳۰۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په. . .

BACK TO NEWS