په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو چارې روانې دي 

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۵۷
5456

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو د معلوماتو له مخې، په جاغوري ولسولۍ کې د داوود زیرک ښوونځي جوړونې کارونه ۸۵سلنه بشپړ شوی او په پلان کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.
یاد ښوونځی په ۵ جرېبه ځمکه جوړېږي او درې پوړه به ولري. 
په دغه نوې ودانۍ کې ۲۸ ټولګي، ۲ اداري خونې، کتابتون، لابراتوار، لوی تالار او مجهز سپورټي لوبغالی شامل دی.
د دې پروژې ټولیز لګښت شاوخوا ۲۲ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی او په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۸۰۰ تنو زده‌کوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS