په غزني ولایت کې د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د يوې ديني مدرسې د بنسټ ډبره د يو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د یاد ولایت والي، پوهنې مشرتابه،علماوو، مشرانو او د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو ګډون درلود، کېښودل شوه.
ټاکل شوې ده چې د یادې مدرسې ودانۍ به د ده یک ولسوالۍ د پوهنې دوستو خلکو په مالي لګښت، په يو جريبه ځمکه کې په دوو جلا ودانیو کې جوړه شي.
د غزني والي او د پوهنې رئيس د یاد ولايت د ده يک ولسوالۍ له پوهنې دوستو خلکو خوښي څرګنده کړه او د پوهنې په برخه کې یې د آسانتياوو په برابرولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
ويل کيږي چې یاده دیني مدرسه دا مهال ١٣٠ تنه نارينه او ١٢٠ تنه ښځينه زده کوونکې لري چې په نسبتاً آزاده فضاه کې تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.
