په سرپل ولایت کې د ښوونځیو آمرینو او مدیرانو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار ترسره شو

د سرپل ولایت پوهنې ریاست له خوا د ښوونځیو آمرینو، مدیرانو او مسئولینو ته "د پایلو جدول نوي فارمټ" تشرېح کولو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
په یاد ورکشاپ کې د پایلو جدول د نوي بڼې د موخو او اهمیت وړاندې کولو سربېره، د زدهکوونکو د ښوونیزې کچې ارزونې، د ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو د فعالیت بیاکتنې او د تعلیمي کیفیت ښه کولو لپاره د پوهنې وزارت د پالیسیو پلي کولو اهدافو ترلاسه کولو موضوع باندې هم بحث وشو.
د دې ورکشاپ په جریان کې، د فعالیتونو مهالوېش او د پایلو جدولونو بشپړولو او تنظیمولو څرنګوالی ګډونوالو ته په تفصیل سره توضېح شو.