په زابل ولایت کې د ۱۶ ښوونیزو پروژو بیارغونې چارې بشپړې شوې
د پوهنې وزارت چارواکو په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، په دې وروستیو کې د زابل ولایت په مرکز او مختلفو ولسوالیو کې د ۱۶ تعلیمي مرکزونو د بیارغونې او ترمیم کارونه بشپړ شوي، چې د پوهنې چارواکو او نورو سیمه ییزو ادارو د استازو، دیني علماءکرامو او د ځایي خلکو په ګډون په جلا جلا غونډو کې بیاځلې گټې اخیستنې وسپارل شوې.
د هغوی په وینا، د یادو پروژو په پلي کولو ټولټال ۷ مېلیونه ۲۰ زره ۹۱۶ افغانۍ لګښت راغلی، چې له پوهنې سره د یوې همکارې ادارې لخوا ورکړل شوی دی.
د پورته ښوونیزو اسانتیاوو د نشتوالي پوره کولو او د تعلیمي ځایونو بیارغونې او ترمیم له لارې سلګونو زده کوونکو له اړینو تعلیمي اسانتیاوو څخه ګټه پورته کړې ده.
