په دایکنډي ولایت کې د ۱۰ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړې شوې
د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست د پلان له مخې، سږ کال د یاد ولایت په مرکز او ۸ ولسوالیو کې د ۹،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت، د مرکز او ۸ ولسوالیو د ۱۰ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې د ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت پای ته ورسېدې.
په یادو پروژو کې د ښوونځيو د ودانیو رنګول، دروازو - کړکیو ترمیم او د ښوونځیو شاوخوا ودانیو کانګرېټول شامل دي، چې په تخت، بندر، خدیر، کیتي او کجران ولسوالیو کې د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.
مسئولینو د دغو ښوونیزو بنسټونو د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې د ګټو او د هېواد په پرمختګ کې د هغوی د رول په اړه د خبرو پر مهال، د پوهنې وزارت د پراختیايي پروګرامونو یادونه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې له دغه وزارت سره په مادي او معنوي لحاظ خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په پای کې څو تنو علماءکرامو او د خلکو استازو د پوهنیز نظام په لاپیاوړتیا کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
