په دایکنډي ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۸
251251

د دایکنډي ولایت په کچه د ۲۳۶ تنو ښوونکو، مدیرانو، آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو غړو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یادې روزنیزې برنامې موخه د ښوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د ښوونځیو د مدیریت پیاوړتیا، د اغېزمنو تدریسي لارو چارو ترویج او د پوهنې د ملاتړ کوونکو شوراګانو د ونډې زیاتوالی دی، ترڅو د ښوونې او روزنې د کیفیت په ښه والي کې اغېزناک رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ورکشاپ کې ۱۲۶ تنه ښوونکي، ۹۰ تنه آمران او مدیران او ۲۰ تنه د ښوونځیو د ملاتړ کوونکو شوراګانو غړي ګډون لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۳۴
Background image

په هلمند ولایت کې د پوهنې آمریتونو اړوندو معتمدینو لپاره لارښوود غونډه جوړه شوه

د هلمند ولایت د ۱۸ ګونو ولسوالیو پوهنې آمریتونو اړوندو معتمدینو لپاره یوه ورځنۍ لارښوود غونډه ترسره شوه.

د پوهنې مسوولینو په وینا، په یاده غونډه کې ګډونوالو ته د توکو منظم ثبت، د شته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۲۱
Background image

د فاریاب ولایت له ښوونځیو سره نږدې  د۲۰ زره ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د فاریاب ولایت پوهنې ریاست سره له لومړي څخه تر پنځم ټولګي پورې ۱۸۳۰ ټوکه درسي کتابونه مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۶۶ زره او ۷۷۰ افغانۍ کېږي.
ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۹:۴۱
Background image

د کاپیسا ولایت له پوهنې ریاست سره نږدې د ۴ زره کڅوړې مرستندویه درسي توکومرسته شوې

د یوې همکارې ادارې له لوري د کاپیسا ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳ میلیونه ۴۷ زره او ۲۰۹ افغانیو په  ارزښت ۳۹۲۷ کڅوړې مرستندویه درسي توکو مرسته وشوه.
په یادو توکو کې د ښوونځي بکسونه،. . .

BACK TO NEWS