په دایکندی کې یو ښوونځي ته نوي ودانۍ جوړیږي

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۴:۴۷
په دایکندی کې یو ښوونځي ته نوي ودانۍ جوړیږي

د پوهنې وزارت، دایکندی: د دایکندی ولایت د مرکز اړوند دلزیر د نجونو منځنې ښوونځي د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د ولایت والي محمد ضیا همدرد له لوري په داسي حال کې، چې د ولایت مقام مالی او اداری مرستیال ډاکتر محمدعلي ارزگاني، د پوهنې رییس سید رحمت الله سیرت، د شهدا موسسې د ولایتی دفتر مسووله ګل جان سمر، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون در لود کیښودل شوه.

د ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د آرغوشي کمیټي په مالي مرسته د څه باندې ۱۴۰ زره امریکایي ډالرو په مجموعي لګښت جوړیږي، چې ۸ درسي خونې، ۴ اداری خونې، د احاطي دیوال، د څښاک اوبو څاه، میز او څوکۍ او نورې اړینې آسانتیاوي به ولري.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د دایکندي والي محمد ضیا همدرد په دایکندي کې د شهیدانو کمیټې ولایتي دفتر فعالیتونه او په ځانګړي ډول د پوهنې سکتور ته د دې ادارې د چارواکو پاملرنه وستایله او ویې ویل چې د دایکندي د پوهنې سکتور له ګنو ستونزو سره مخ دی چې باید ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د دایکندي ولایت د پوهنې رییس سید رحمت الله سیرت په داسې حال کې چې د دایکندي ولایت د رهبري او د آرغوشي کمیټي او شهدا موسسې د پاملرنې له امله مننه وکړه، او ژمنه یې وکړه چې د دې ولایت د خلکو د ستونزو د حل لپاره به د ښوونې او روزنې خدماتو وړاندې کولو کې جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS