په دایکندي ولایت کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د دايکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د کليم الله ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې او د یاد ولايت پوهنې رياست د مشرتابه او رهبري پلاوي، علماوو، مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په حضورکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ چې ۶ درسي ټولګي،۲ اداري څانګې له نورو اړینو ملحقاتو سره لري، د ګرانو هېوادوالو او د زده کوونکو د والدینو له شخصي بودیجې څخه د ۲،۳ افغانیو په لګښت بشپړه شوه.
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت سهار او يو شمېر نورو ويناوالو، د پوهنې دوستو خلکو دا احساس د ستاينې وړ وباله ، د دين له نظره يې د پوهنې پر اهميت او د ښوونيزو بنسټونو پر جوړېدو خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل، چې خپل اولادونه د علم او پوهې زده کړې ته وهڅوي، تر څو د هېواد په آبادۍ کې لا زیاته ونډه واخلي.
له بلې خوا د سيمې اوسېدونکو د پوهنې په برخه کې د لا زياتې همکارۍ ژمنه وکړه او د پوهنې له رياست او همکارو بنسټونو څخه يې وغوښتل، چې د ښوونځي لپاره د مېزونو، څوکيو او نورو اړينو توکو په برابرولو کې همکاري وکړي.
