په خوست ولایت کې ښوونځیو ته د درسي توکو د وېش دویم پړاو پیل شو
د خوست ولایت پوهنې ریاست د ټاکل شوي پلان له مخې، په مرکز سربېره د ګربز، تڼي، اسماعیلخېل مندوزي، باک او ځاځي میدان ولسوالیو ښوونځیو ته د درسي کتابونو او قرطاسیې د لېږد دویم پړاو هم پیل کړ.
په یاد پړاو کې د ابتدائیه دورې زدهکوونکو لپاره ۴،۳۳۴ کڅوړې مرستندویه درسي توکي لېږدول کېږي، چې پر ۸۶،۶۸۰ تنو زدهکوونکو به ووېشل شي.
همدارنګه، د ښوونکو لپاره ۳،۴۸۲ کڅوړې درسي توکي ځانګړې شوې، چې د پلان له مخې به هر ښوونکي ته یوه درسي بسته وسپارل شي.
