په جوزجان ولایت کې د جوګي ماشومانو لپاره د زده کړې ټولګې جوړ شول
د پوهنې وزارت_جوزجان: د افغانستان اسلامي جمهوریت د اساسی قانون د احکامو په رڼا کې، د پوهنې وزارت د هیواد ټولو اتباعو لپاره د ښوونې او روزنې خدمتونو وړاندې کولو مسؤلیت لري.
د دې هدف لپاره، په جوزجان ولایت کې د جوګي ماشومانو لپاره تعلیمي ټولګي جوړ شوي.
یاد شوې ټولګي د پوهنې ریاست او د ولایت مقام په ملاتړ د "بریا، همکاري او پیاوړتیا"
موسسي په همکارۍ جوړ شوي وو. چې د دغه ټولګي درسي ټوکي او نور تجهیزات د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست لخوا د یاد شوي ماشومانو لپاره چمتو شوي دې.
د یاد شوي ټولګیو د پرانستلو په مراسمو کې ، د جوګي قوم په نماینده ګۍ یو تن استازي د ماشومانو لپاره د زده کړې اسانتیاو په برابرولو کې د حکومت ، په ځانګړي توګه د پوهنې وزارت د هڅو څخه مننه څرګنده کړه او د پوهنې ریاست سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
