په تېرو ۱۸ کلونو کې په لومړي ځل د پکتیا وزې ځدراڼ ولسوالي له عالي لیسې څخه زده کوونکي فارغ شول
د پوهنې وزارت _پکتیا: د پکتیا ولایت د وزې ځدران ولسوالي له عالي لیسې څخه ۲۶ تنه زده کوونکي د دولسم ټولګي نه فارغ شول.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه دیادې لیسې په انګړ کې جوړه شوی وه، د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي په ګدون برسیره د سیمې یو شمېر قومی مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د پوهنې رئیس د یادې سیمې خلکو ته په خبرو کې وویل: د ویاړ ځای دی چې نن دلته مونږ د زده کوونکو د فراغت په ویاړ ناسته کې کې ګډون لرو، زما هدف متوازن پرمختګ رامنځته کول دي، باوري یم دا سیمه به نور هم پرمختګ کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ټولو ځدراڼ مېشتو سیمو ته یې د نورو سیمو په څېر پام دی او دلته تر پخوا د ښوونیزو چارو د کیفیت لوړیدو تر څنګ ودانیزې چارې هم روانې دي چې زیاتو ښوونځیو ته به ودانۍ جوړې شي.
په ورته وخت کې یو قومي مخور د خپلو خبرو په جریان کې د پوهنې ریاست اړوند تېر درې کلونو د بریا او لاسته راوړنو ډک وبلل.
