په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي
د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ قدق کلي اړوند حضرت علي (رضیاللهعنه) ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې شاوخوا ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې چې د نوي ښوونیز کال په پیل کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاده ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو په مرسته د ۱ میلیون او ۶۰ زره افغانیو په لګښت، پر دوه جریبه ځمکه جوړېږي، چې په بشپړېدو سره به د سیمې زدهکوونکو ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.
