په تخار ولایت کې د یوې عالي لېسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د وکیل عبدالله عالي لېسې د ودانۍ رغولو چارې بشپړې، او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې ریاست مشرتابه پلاوي، دیني علماوو، مشرانو او د کلیو وکیلانو ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې لېسې نوې ودانۍ په دوه جرېبه ځمکه کې له اړینو ملحقاتو سره د ۸ درسي ټولګيو په لرلو سره جوړه او شاوخوا ۱۶ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى، چې د یاد ولايت د يوه سوداګر محمد بشير قانت له لوري ورکړل شوى دى.
د تخار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر د یادې لېسې د پرانیستنې پر مهال، په بشري ژوند کې د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي له خلکو وغوښتل، تر څو خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي او د هېواد په پرمختګ کې خپله ملي او اسلامي وجیبه ترسره کړي.
په پاى کې ويناوالو هم د يادې لېسې په جوړېدو خوښي څرګنده او د تخار چاه آب ولسوالۍ له خلکو او سوداګرو څخه يې د زده کړې په برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه.
