په تخار ولایت کې د دیني مدرسو زده کونکو ترمنځ علمي او حقوقي سیالۍ پیل شوې
د پوهنې وزارت_تخار: د تخار ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو د آمریت په نوښت، د اسلام دین او د هیواد د نافذه قوانینو له نظره د ښځو د حقونو تر سرلیک لاندې د دیني مدرسو زده کونکو ترمنځ علمي سیالۍ په لاره واچول شوې.
دا سیالۍ په تخار او کندوز کې د (GIZ) دفتر په مالي مرسته د مرکزي دارالعلوم او په تخار کې د حج او اقافو ریاست اړوند د دیني مدارسو د ۵۰ تنو زده کونکو ترمینځ پیل شوې وې چې په پایله کې د سیالۍ د ګډونکو څخه ۴ تنو لومړی، دویم، دریم او څلورم مقام تر لاسه کړل.