په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه
د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضلالله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته جوړه شوې، چې څلور خونې او یو دهلېز لري او د ښوونځي د اداري چارو ترسره کولو لپاره یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
