په بدخشان کې د ښوونځي د شورا په مالي لګښت دوه درسي ټولګي جوړ شوي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۰:۲۸
اعمار دو باب صنف درسی به کمک مالی شورای مکاتب در ولایت بدخشان

د پوهنې وزارت، بدخشان: د بدخشان ولایت د شهدا ولسوالۍ د پوهنې آمریت د هلو ځلو له امله د شمس الحق شهید په عالي لېسه کې د ۱۹۰ زرو افغانیو په ارزښت د ښوونځي د شورا او د زده کونکو والدینو په مالي مرسته دوه درسي ټولګي جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.

د بدخشان ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو د ملاټر څخه مننه وکړه او د بدخشان ولایت له ټولوبا عزته او معارف پروره خلکو څخه یې وغوښتل چې د ښوونځیو په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS