په بدخشان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره ۸ درسي خونې جوړې شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۳۸
144

د بدخشان ولایت شغنان ولسوالۍ اړوند د شیخا اړوند سیمې منځني ښوونځي لپاره ۸ درسي خونې د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت، د ښوونځي د کارکوونکو او د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، په یوه وقف شوې ځمکه کې(چې ۶ بسوې مساحت لري) جوړې شوې. یادې درسي خونې د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د همدغې ولسوالۍ پوهنې مسئولین هم پکې حاضر شوي وو افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د بدخشان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د دغو درسي خونو جوړېدل د لېرې پرتو سیمو د تعلیمي وضعیت لاښه‌والي په برخه کې ارزښتناک ګام وباله او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د سیمې د خلکو له ژمنتیا څخه مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS