په بدخشان ولایت کې د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۰:۵۱
ظیبل

د پوهنیز کیفیت لاښه والي او د ښوونکو علمي او عملي ظرفیتونو لوړولو په موخه، د بدخشان ولایت پوهنې ریاست، د وردوج، شهربزرګ او تګاب ولسوالیو د ښوونځيو ۱۵۰ تنو ښوونکو لپاره د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي مضمونونو په برخه کې شپږ ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.
یاد روزنیز سیمینار په رسمي ډول د پورته ذکر شویو ولسوالیو د پوهنې چارواکو او د ساینس مرکز علمي غړو په حضور کې پرانیستل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې، د بدخشان ولایت پوهنې ریاست چارواکو، د پوهنیز سیسټم په پیاوړتیا کې د ښوونکو په بنسټیز رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښوونکو مسلکي مهارتونو لوړول د پوهنې وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او د داسې روزنیزو پروګرامونو ترسره کول د تدریسي مېتودونو په ښه کولو، د مسلکي پوهې کچې لوړولو او د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت پیاوړتیا کې اغېزمن رول لوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS