په بامیان ولایت کې یو باب لیلیه پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۱
1254

د باميان ولايت په مرکز کې «د اتفاق دارالعلوم ليليه» د یاد ولايت د والي او پوهنې رياست مسئولينو له لوري، د طالب العلمانو لپاره ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې رياست د مسئولينو معلوماتو له مخې، دغه ليليه د ٥٠ تنو زده کوونکو ظرفيت لري او ٢٤ ساعته لګښتونه یې د پوهنې وزارت له بوديجې څخه تمويلېږي.

د یاد ولایت والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي او د پوهنې ریاست مسئولینو هر یو د هېواد د ماشومانو سالمې روزنې او په هېواد کې د متوازنو ښوونیزو چوپړونو وړاندې کولو په برخه کې د پوهنې وزارت له پاملرنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په ننگرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

د یو همکار بنسټ لخوا په ننګرهار ولایت کې «د ښوونې او روزنې مؤثره ودې » تر سرلیک لاندې درې ورځنی تعلیمي ورکشاپ پیل شو.
په یاد ورکشاپ کې د همدغه ولایت د شپږو ولسوالیو ۱۲۶ تنه مدیران او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت په خواجه‌عمري ولسوالۍ کې د محمدیه دیني مدرسې نوې ودانۍ چې د جوړولو کارونه یې څو میاشتې مخکې د یو خیریه بنسټ په همکارۍ پیل شوي وو، اوس بشپړ او د پوهنې مسئولینو، علما‌‌ءکرامو. . .

BACK TO NEWS