په بامیان ولایت کې له ۷۰۰ ټوکو څخه زیاتو کتابونو سره ګرځنده کتابتون تاسیس او پرانیستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۹
په بامیان ولایت کې له ۷۰۰ ټوکو څخه زیاتو کتابونو سره ګرځنده کتابتون تاسیس او پرانیستل شو

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یوې خیریه ادارې په ملاتړ، د یاد ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي، چارواکو، ښوونکو او زده‌کوونکو په حضور کې یو مجهز ګرځنده کتابتون تاسیس او فعال کړ.

یاد کتابتون چې له ۷۰۰ ټوکو څخه ډېر دیني او مطالعاتي کتابونه لري، د ځوانانو ترمنځ د لوستلو او مطالعې کلتور د ودې او د ښوونځیو د زده‌کوونکو علمي کچې لوړولو لپاره په بامیان ولایت کې جوړ او پرانیستل شو.

په دغو مراسمو کې د بامیان والي د کتابتون جوړولو ستاینه وکړه، ویې ویل: د دغه شان پروګرامونو جوړول د زده‌کوونکو او ځوانانو د علمي پوهاوي کچې په لوړولو کې خورا اغېزمن دي.

له بلې خوا د یاد ولایت پوهنې ریاست چارواکو هم دغه ډول پروګرامونه د ځوانانو د استعدادونو د ودې او د هغوی د دیني او علمي پوهې کچې پیاوړتیا لپاره خورا مهم وبلل او ویې ویل، دوی تل هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د پوهنې د کمي او کیفي ودې لپاره تعلیمي او پرمختیایي پروګرامونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS