په بامیان ولایت کې د ۵۵ تنو خلاق او نوښتګرو زده کوونکو ستاینه وشوه
د بامیان ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت چارواکو، پوهنې ریاست مسئولینو،استادانو او زده کوونکي پکې حضور درلود، ۵۵ تنه نوښتګر زده کوونکي چې د خپلو زده کړو په بهیر کې یې علمي نوښتونه او زیات خلاقیت ښودلی وو، په نغدي ډالیو سره وویاړل شول.
د پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د ممتازو زده کوونکو د ستاينې په مراسمو کې زياته کړه: علمي او عملي فعاليتونه د زده کوونکو کې پر ځان باور زياتوي او په ټولنه کې د هراړخیز پرمختګ لامل ګرځي.
د پوهنې وزارت ډاډ ورکوي، چې د پرمختللې او پر خپلو پښو ولاړ ښوونیز نظام لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، تر څو د هېواد معارف د سیمې په کچه یوه غوره نمونه شي.
په پای کې د زده کوونکو والدینو د پوهنې وزارت له کړنو څخه مننه وکړه او د هېواد له پوهنیز نظام څخه یې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.
