په بامیان ولایت کې د کانکور آزمویښتي آزموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۱۴
fsd

د بامیان ولایت پوهنې ریاست له خوا د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولسمو ټولګيو له ۲۶۱۱ تنو زده کوونکو څخه د کانکور آزمویښتي آزموینه واخیستل شوه.

د باميان پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار چې د يادې آزموينې په پرانيستونکي پروګرام کې يې ګډون کړی و؛ د زده کوونکو د تحصيلي کچې د لوړولو او د آزموينې له مېتودونو سره د هغوى د آشناکولو په موخه د دا ډول پروګرامونو ترسره کول خورا ګټور او اړين وبلل.

نوموړي له زده کوونکو وغوښتل، چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو او د خپلې ښوونیزې کچې لوړولو په برخه کې د هېواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.

د یادولو وړ ده چې د کانکور دغه آزمویښتي آزموینه، د بامیان ولایت پوهنې ریاست د ساینس مرکز علمي غړو له خوا د همدغه ولایت د ۱۱۳ بابه لېسو د دولسمو ټولګيو د ۲۶۱۱ تنو زده کوونکو لپاره په ټولو ولسوالیو کې په لاره واچول شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه جوړ شول

د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه پرانیستل شوي، چې له ۴۱۵۴ څخه ډېر زده‌کوونکي یې جذب کړي دي.

د هرات ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د زابل ولایت پوهنې ریاست په قلات ښار او ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا، پوهنې آمرینو او یو شمېر علمي غړو لپاره د عملیاتي پلان پلي کولو په موخه، یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.

په. . .

BACK TO NEWS