پنجشېر ولایت کې ښوونکو لپاره مېتودیکي ورکشاپ جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۹
651446

د پنجشېر ولایت آبشار ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی مېتودیکي او علمي ورکشاپ پرانیستل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمود طالب ثاقب د روزنیزو ورکشاپونو جوړېدو پر اغېزمنتیا خبرې وکړې او ویې ویل چې د نن ورځې ماشومان د سبا مشران او مسئولین دي.
نوموړي له ښوونکو وغوښتل چې له یاد روزنیز ورکشاپ څخه په ګټې اخیستنې سره، د هېواد بچیانو لپاره د صادقانه خدمت په موخه ټینګ ګامونه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS