وروستيو زلزلو په کونړ او نورو ختيځو سیمو کې زرګونه زده‌کوونکي او تعلیمي مرکزونه اغیزمن کړي

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
bf

د وروستۍ زلزلې له امله د کونړ او نورو ختيځو ولایتونو په ګڼو سیمو کې شاوخوا دوه سوه زره زده‌کوونکي او طالب‌العلمان له سختو اغېزو سره مخ شوي دي. د پوهنې وزارت د پلټنو او سروې له مخې ګڼ شمېر تعلیمي مراکز په قسمي یا کلي ډول تخریب شوي او د زده‌کړې بهیر له جدي خنډونو سره مخامخ شوی دی.

په خواشینۍ سره چې یوازې په کونړ ولایت کې د دغې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶۸ تنه شهیدان شوي او ۸۶۲ تنه نور ټپیان دي.

سربېره پر دې د پوهنې وزارت د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د ښوونځیو د زده‌کوونکو یوه لویه برخه له رواني او فزیکي ستونزو سره لاس و ګرېوان ده چې رواني ملاتړ او د تعلیمي مرکزونو بیارغونه عاجل مرستو ته اړتیا لري.

سیمه ییز مسؤولین ټینګار کوي چې د زده‌کړې د بهیر د دوام لپاره باید بیړنۍ مرستې برابرې شي او د زیانمنو سیمو زده‌کوونکو ته د خوندیتوب او ملاتړ فضا رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د کابل ولایت په اړوندو کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د کابل ولایت چهار اسیاب ولسوالۍ اړوند "کاروان اسلامي" لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

وروستيو زلزلو په کونړ او نورو ختيځو سیمو کې زرګونه زده‌کوونکي او تعلیمي مرکزونه اغیزمن کړي

د وروستۍ زلزلې له امله د کونړ او نورو ختيځو ولایتونو په ګڼو سیمو کې شاوخوا دوه سوه زره زده‌کوونکي او طالب‌العلمان له سختو اغېزو سره مخ شوي دي. د پوهنې وزارت د پلټنو او سروې له مخې ګڼ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۱:۷
Background image

د پکتیکا ولایت د ښوونځیو منسوبینو لپاره سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت په څلورو ولسوالیو (ارګون، سروبي، برمل او شکین کې) د ښوونځیو ۱۲۲ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او کارکوونکو لپاره د مکتوب لیکلو په برخه کې یو ورځنی سیمینار پرانیستل شو.

د. . .

BACK TO NEWS