هلمند کې ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۳:۵۵
هلمند کې ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست ۲۳۰ تنه قراردادي ښوونکو د میتودونو، تدریسي پلان، د حاضرۍ او ترقي تعلیم په برخه کې دري ورځنې روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د یاد ورکشاپ د پیل پر مهال وویل ښوونکي پیغمبري دنده او دروند مسؤلیت دي چي باید په سمه توګه ترسره شي.
صفاري وویل چي د ښوونکو د ظرفیت لوړوني لپاره پوهنې ریاست بیلابیل ورکشاپونه په پلان کي لري چي په دې سره به د ښوونکو په کړنو کي مثبت تغیرات رامنځته کړي.
د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي د ښار او ولسوالیو د څارني غړو ته د احصائې په اړه ورکشاپ ورکول شوی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS