هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۴:۴۳
هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

پوهنې وزارت، هرات: په دې ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت د پوهنې رئیس ذکریا رحیمي،په اولسي جرګې کې د هرات د خلکو استازي قاضي نذیراحمد حنفي، د ځمکو او ښار جوړونې د وزارت معینې میرمن سحر همدرد، د هرات ولایت د ښارجوړونې د ریاست رئیس او ګڼو اولسونو برخه لرله، په ګذره ولسوالۍ کې د وزیر فتیح خان ښوونځي او په مرکز کې د فتیح په نوم د نجونو د ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ذکریا رحیمي د یادو ودانیو په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او وې ویل: د هرات ولایت د پوهنې ریاست د ښوونځیو لپاره د ودانیو له کمښت سره مخ و، چې له نیکمرغه دا تشه د ځمکو او ښار جوړونې وزارت په ملاتړ سره ډکه شوه، په دې غونډې کې د ځمکو او ښارجوړونې وزارت، ساختماني معینې، په اولسي جرګې کې د خلکو استازو او قومي مشرانو خبرې وکړې او د پوهنې له وزات سره یې د هراړخیزو مرستو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په ګذره ولسوالۍ کې د فتح خان ښوونځي او د پوهنې ریاست پورې اړوند د فتیح په نوم د نجونو د ښوونځي ودانۍ دوه پوړیزې دي چې هره یوه یې ۲۴ ټولګي لري، چې یادې ودانۍ د ۵۷ میلیونه او ۹۷۷ زره او ۷۸۲، افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

هیره دې نه وي چې د دې ودانیو په جوړیدو سره سلګونو تنو زده کوونو ته د زده کړې مناسب چاپیریال برابر شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS