نیمروز کې ۸۸ تنه ښځینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
نیمروز کې ۸۸ تنه ښځینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_نیمروز: د نیمروز ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ۸۸ تنو ښځینه
قراردادي ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ۱۲ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو. په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د بېلابېلو ښوونیزو مسایلو په تړاو روزنه ورکول کېږي.
د نیمروز د پوهنې رییس وايي، چې یاد ورکشاپ د ښځینه ښوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې یو مهم ګام دی او هیله لري، چې د پام وړ پایلې ولري. هغه زیاتوي، ددې روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې ښوونکو ته ښوول کېږي، چې څنګه کولای شي په اسانۍ سره زده کوونکو ته زده کړه انتقال کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې ددې ترڅنګ یې په نیمروز کې د نجونو د شمولیت او په ښوونځيو کې د نجونو زده کوونکو د ذهني او فکري ودې لپاره جدي هلې ځلې هم پیل کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS