ننګرهار کې د یو ښوونځي ودانی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۱:۳۳
ننګرهار کې د یو ښوونځي ودانی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د دولت اباد لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانی په پاخه او اساسي ډول په يو پوړ کې د ولسي تړون د اقرا برنامې لخوا د ۳ میلیونو ۹۰۰ زره افغانیو په مجموعي لګښت د ۶ میاشتو په موده کې جوړه شوي، چې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه، ۳ تشنابونه او نورې اړینې آسانتیاوي لري، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره ۴۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د یاد ښوونځي پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یي کړه، چې له دې مخکې نوموړي ښوونځي ودانۍ نه درلوده او زده کوونکو یې تر شنه اسمان لاندې په خېمو کې زده کړې کولې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS